Banner

درنو لوستونکيو ته زېری

02.03.2008 19:28 درنو لوستونکيو ته  زيری
درنو لوستونکيو ته په مينه زيری ورکول کيږي، پخوا چې له پکتيا څخه د ډاکټر محمد اکرم خپلواک په نوښت د ( نښتر) ټولنيزه مجله خپريدله او د وخت له تيرېدو سره د څه ستونزو په خاطر ودريده، دا دی  دا ځل مو بيا له زرينې مو قعې څخه  په  ګټې سره  د خپراوي هوډ کړی دی.
لوستونکيو ته دې مالومه وي، چې په نږدې ورځو کې مو سر بېره پر دې دا هوډ هم کړی دی، چې د تېر په څير په پکتيا کې د نښتر دوديزه کلنۍ مشاعره جوړه کړو او که خدای کول زړه مو دی چې تر هغې پورې نښتر مجله هم له چاپه راوباسو؛ نو پر دې اساس له تاسو څخه غوښتنه کوو، چې ژر تر ژره په لاندې پتو مونږ ته خپلې ليکنې، شعرونه، ژباړې او رايې راوليږئ.
محمدحنيف حيران توتاخېل دانش کتابخانه پېښور قصه خواني بازار، پاکستان.
برېښناليک پته: hanif_hairan@yahoo.com
www.tolafghan.com/paktia_pa_dag_ke